Donation


د "تصوير" سره ستاسو مرسته:

"تصوير" مجله نۀ د کومې ادارې له خوا چاپ کېږي او نۀ هم په شا څوک لري، دا يواځې ستاسو په مرسته چاپ کېږي او تل به هم ستاسو په مرسته مخکښې روانه وي او د خداى په دې ويړ جهان کښې به تاسو ته ستاسو کيسې کوي.

"تصوير" تر اوسه هم ستاسو په مرسته چاپ کېده او بيا هم مونږ اميد لرو چې دا "تصوير" به تاسو تت کېدو ته پرې نۀ ږدئ.

"تصوير" يوه فکشن مجله ده او غواړي چې د پښتنو کيسه ايز ادب پر مخ بوځي او په نوو ليکوالو کښې دا هڅه رابرسېره کړي چې دوي په دې لاره کښې بې ساري کارونه وکړي او "تصوير" ورته په خپلو پاڼو کښې ځاى ورکړي او تاسو ته يې درورسوي.

"تصوير" به وخت په وخت دا کوشش هم کوي چې افسانې، ناولونه، سفرنامې او رپورتاژونه تاسو ته په کتابي ډول وړاندې کړي او د پښتو ژبې په لا بريا او ځلا کښې خپل خدمتونه ترسره کړي.

که ملګري چې د "تصوير" لګښت په خپله غاړه اخستل غواړي او يا د کومې ګڼې سره خپله مالي مرسته کول غواړي نو مونږ سره دې رابطه وکړي.

0092-345-7030719
tasweer2014@gmail.com
rehmatdewan@gmail.com
٣١٠، نديم ټرېډ سنټر، جنګي محله، قيصه خوانۍ، پېښور

No comments:

Post a Comment

Thank you for Comment.