About Us

د "تصوير" په اړه:

د "تصوير" مجلې لومړۍ ګڼه په اګست کال ٢٠١٢ء کښې چاپ شوې وه، چې بيا ورپسې پرله پسې پنځه ګڼې (ټولې شپږ ګڼې) (اګست ٢٠١٢ء، ستمبر ٢٠١٢ء، اکتوبر ٢٠١٢ء، دسمبر ٢٠١٢ء، جنوري ٢٠١٣ء، فروري ٢٠١٣ء) نورې چاپ شوې او له هغې وروسته يې چاپ کېدل وځنډېدل.

زمونږ د پښتو مجلو هم دغه يوه لويه غميزه ده چې د يو څو ګڼو چاپ کېدو نه وروسته بنده شي او بيا يې له خلکو نوم هم هېر شي. خو مونږ يو ځل بيا دا کوشش شروع کړو چې "تصوير" ستاسو مخې ته بيا کېږدو.

زمونږ لومړى "تصوير" فلمي ؤ، ځکه چې مونږ غوښتل چې يو نوى کار وکړو، بله دا چې د پښتو فلم انډسټرۍ لپاره کومه ځانګړې خپرونه نۀ وه او نۀ ورته پښتو مجلو ځاى ورکوو (په دې بحث کښې نۀ پرېوځو چې پښتو فلمونه څنګه دي او ولې دي) خو مونږ دغه کوشش وکړو چې يوه پښتو فلمي مجله مو راوويسته چې د پښتو فلمونو، ډرامو نه پرته به يې د هندوستان او د نورۍ نړۍ فلمي هلې ځلې هم وړاندې کولې.

اوس دا ځل چې کوم "تصوير" بيا چاپ کېږي نو دا فِکشن دى، دا ځل هم مونږ يوه هڅه وکړه چې د نورو پښتو مجلو نه په بېل ډول يوه معياري مجله بازار ته راووباسي، نو دا ځل مونږ "تصوير" کيسه ايز کړو او د کيسه ډايجسټ په څېر د کيسو برخه مو په ادب کښې د زياتوالي لپاره دا هڅه وکړه چې افسانې، ناولونه، سفرنامې او رپورتاژونه يوه خپله ځانګړې مجله ولري او د مينه والو تنده ماته کړي.

دا "تصوير" څومره معياري "تصوير" دى، دا خو چې کله تاسو د دې "تصوير" مطالعه وکړئ او بيا مونږ ته خپل تنقيدي نظر او ګټورې مشورې هم ورسره راکړئ، دا "تصوير" به هم ستاسو په مشورو ښکلا او ځلا ويني او مونږ به کوشش کوو چې "تصوير" دا ځل د ژوند په دې زغل کښې وروسته پاتې نۀ شي، نو په هم دې خاطر مونږ دا ځل "تصوير" درې مياشتنى کړو. دا ځل به "تصوير" زر زر نۀ راځي خو يو معياري "تصوير" به هر درې مياشتې مخکښې ستاسو (که ژوند وو) مخې ته پروت وي.


The first edition of Tasweer magazine was published on 10th August, 2012 and since then it is published every month.

The editor of this Magazine is Rahmat Dewan who is also running a number of blogs on the internet for last 2 years about Pashto showbiz. One of his blogs Pashto cinema was created by him in February 2012.

Before Pashto cinema, there wasn't any website or platform on the internet specifically about Pashto cinema, Pashto drama, Pashto music and other showbiz activities. Rahmat Dewan started first Pashto showbiz blog and he provided a lot of information, photos, videos and news about all Pashto actress, actors and directors on his blog and that blog had been liked by Pashto cinema fans massively.

Pashto film industry (Pollywood) came into being in 1971 and since than there has not been a single specific magazine only for Pashto film industry. Though, there were some weekly Urdu Magazine which also covered Pashto cinema news on some of their pages inside the magazine. Due to this critical situation, Rahmat Dewan took this responsibility and started first Pashto showbiz magazine "Tasweer" which published recently in August, 2012 and will have been published every month for Pashto film, music and drama fans.

Rahmat Dewan has an editorial team for this magazine. Team includes Abdulwali Khan, Rizwan Sajin and
Nemroz Qais.

Our Mission:


"These days, Pakhtuns are not interested in Pashto cinema films, CD's Drama and mostly they don't watch Pashto films & Dramas. Our mission will be providing the possible reasons and to convince Pakhtuns for watching good films. We will also write about the current status que of Pashto cinema and Drama. We will try to bring the real Pashto culture in films & dramas through our magazine and website. and that is our mission."

No comments:

Post a Comment

Thank you for Comment.